اروپائي ائتلاف پاكستان د هائي رسك هيوادونو فهرست څخه وويستلو ۔ ٬ سينيټر شيری رحمان

اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د اړي ګړي په روانه وضعه كښې دا يو ښه خبر دے چې اروپائي ائتلاف پاكستان د هائي رسك هېوادونو فهرست څخه ويستلے دے٬ د دې مهم پېشرفت څخه وروستو به برآمد کنندګان او تجاران كومو ستونزو سره نه مخ كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل كال 2018 راهېسې …

اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د اړي ګړي په روانه وضعه كښې دا يو ښه خبر دے چې اروپائي ائتلاف پاكستان د هائي رسك هېوادونو فهرست څخه ويستلے دے٬ د دې مهم پېشرفت څخه وروستو به برآمد کنندګان او تجاران كومو ستونزو سره نه مخ كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل كال 2018 راهېسې پاكستان د اروپائي ائتلاف په هائي رسك هېوادونو كښې شامل وو چې په نتيجه كښې يۍ معيشت ٬ برآمد کنندګان او تجاران سختو ستونزو سره مخ پاتے شوو۔ دې ووئيل د اروپائي ائتلاف لخوا د پاكستان هائي رسك هېوادونو څخه ويستل يوه لويه تجارتي او سفارتي كاميابي ده د كومې كرېډټ چې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ته ځي۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ په وراثت كښې ترلاسه شوې معيشت سم پلو روانولو له هڅو كولو كښې بوخت يؤ۔

مزید خبریں