د نيوزي لينډ او سري لنكا ترمينځه دويم يو ورځنې ميچ سبا كيږي

کرائسټ چرچ۔27مارچ(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او سری لنکا كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا د نهې په ورځ په هېګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې نيوزي لېنډ ته د درې مېچونو په سيريز كښې د آئی لېنډرز په ضد د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې نيوزي لېنډ د سري لنكا په ضد 198 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 31 مه نېټه په هېملټن كښې كېږي۔ د يو ورځني مېچونو سيريز تر پايې رسېدو وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه په دوه ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز پېل د اپرېل په دويمه نېټه اكلېنډ كښې كېدونكي اولني مېچ څخه كېږي۔