د مجاهد الله ترين د قومي فټ بال ريفري صداقت علي قريشي سره غمرازي

اسلام آباد۔25مارچ(اے پی پی)د پاكستان فټ بال فېډرېشن پخواني عمومي سېكتر مجاهد الله ترين د قومي فټ بال رېفري صداقت علي قرېشي سره د هغه د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔