د پاكستان او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم ټي ټونټي ميچ سبا كېږي

شارجه۔25مارچ(اے پی پی) د پاكستان او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم ټي ټونټي مېچ سبا د اتوار په ورځ په شارجه كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ افغانستان ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې افغان كركټ لوبډلې پاكستان ته په 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله به د شاداب خان او افغان لوبډله به د راشد خان په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د روانې مياشتې په 27 مه نېټه كېږي۔