د سوئيلي افريقا او ويسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه ټي ټونټي سيريز سبا پيل كيږي

سنچورین۔24مارچ (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د خالي په ورځ د روانې مياشتې په 25 مه نېټه سپر سپورټس پارک، سنچورین كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې پروټیز وېسټ انډيز لوبډله 0-2 سره كلين سويپ كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز 1-1 سره برابر پاتے شوے وو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنے مېچ به د مارچ په 25 مه ٬ دويم په 26 مه نېټه سنچورین كښې او درېم او ورستې مېچ په 28 مه نېټه جوهانسبرګ كښې كېږي۔ په ټي ټونټي سيريز كښې به د وېسټ انډيز لوبډله د رومېن پاول او پروټيز لوبډله د اېډن ماركرام په مشرۍ كښې مېدان ته كوزېږي۔