د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر اهتمام لاندې په ګرد هېواد كښې د پاكستان ډے په موقعه به نېټ بال نمائشي مقابلې د زيارت په ورځ كېږي

اسلام آباد۔22 مارچ(اے پی پی) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر اهتمام لاندې په ګرد هېواد كښې د پاكستان ډے په موقعه به نېټ بال نمائشي مقابلې د زيارت په ورځ كېږي۔ د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں ووئيل چې د نمائشي مېچونو حوالې سره ټولو اړوندو ادارو او اېسوسي اېشنز ته هدايات جاري كړې شوي دي۔ فېډرېشن هر كال د پاكستان ورځې په موقعه نمائشي مېچونه كوي او د مقابلو په پايه كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔