پوچیفسټروم۔20مارچ(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمنځ درېم او وورستې يو ورځنې مېچ سبا د نهې په ورځ په پوچيفسټروم كښې كېږي۔ مېلمه لوبډلې وېسټ انډيز ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده ٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنے مېچ د باران دلاسه ځپلے شوے وو بياهم په دويم مېچ كښې وېسټ انډيز سوئيلي افريقا ته 48 رنز …
د سوئيلي افريقا او ويسټ انډيز ترمنځ دريم او وورستې يو ورځنې ميچ سبا په پوچيفسټروم كښې كېږي

مزید خبریں
پوچیفسټروم۔20مارچ(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمنځ درېم او وورستې يو ورځنې مېچ سبا د نهې په ورځ په پوچيفسټروم كښې كېږي۔ مېلمه لوبډلې وېسټ انډيز ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده ٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنے مېچ د باران دلاسه ځپلے شوے وو بياهم په دويم مېچ كښې وېسټ انډيز سوئيلي افريقا ته 48 رنز سره ماتې وركولو سره په سريز كښې بريا ترلاسه كړې ده۔ په درېم مېچ كښې هيله ده چې مينه والو ته د يوې خوندورې مقابلې كتلو موقعه په لاس ورشي۔ د يو ورځني مېچونو سيريز بشپړ كېدو څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز پېل د مارچ په 25 مه نېټه په سنچورين كښې كېدونكي اولني مېچ څخه وشي۔ د يو ورځني مېچونو په سيريز كښې د وېسټ انډيز مشري شائي هوپ او د پروټيز ټيمبا بووما كوي









