د پاكستان ورځې په موقعه به د لوبو مقابلې د مارچ په 21 مه نېټه كېږي

اسلام آباد۔14مارچ(اے پی پی) د پاكستان ورځې په موقعه د لوبو مقابلې به د مارچ په 21 مه نېټه په بحريه ټاؤن لاهور كښې كېږي۔ د بحریه ټاؤن لاهور ډائرېكټر سپورټس غلام مرتضی چيمه وئيلي چې د ایونټس تياريانې د اوس نه پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل په ايونټ كښې د درې لوبو مقابلې اېښودلې شوې دي په كومو كښې چې د فټ بال، رسه کشۍ او تائیکوانډو مقابلې شامل دي۔ سید فخرعلی شاہ د ایونټ آرګنائزنګ سېکرټری غوره كړے شوے دے۔ د مقابلو په اختتام به خاص مېلما وائس اېډمرل زاهد الياس لوبغاړو ته انعامونه وركوي