د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې”بااختيار نوجوان انټرن شپ”پروګرام په اړه غونډه

اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې ځوانان خپلواكه كولو او د هېواد پرمختيائي كارونو كښې عملي تجربه وركولو لپاره د منصوبه بندۍ وزارت پروګرام بااختيار نوجوان انټرن شپ جائزه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د بېلو وزارتونو/ ډويژنونو استازو او فوكل پرسنز او پي اېس ډي پي فنډډ پروژو پراجېكټ ډائرېكټرز ګډون وكړو۔د منصوبه بندۍ وزارت بااختيار نوجوان پروګرام له مخې د يو كال مودې لپاره د ټول هېواد څخه 20 زره ګريجويټس او ډپلومه هولډرز د پي اېس ډي پي له مخې چلېدونكو بېلو پرمختيائي پروژو كښې تعيناتولې شي۔په انټرن شپ پروګرام كښې د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هدايت سېلاب ځپليو سيمو ځوانانو ته ترجيح وركولې شي۔جائزه غونډې ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په هدايات پېل شوے دا پروګرام ډېر د اهميت وړ دے چې مقصد يې د پاكستان ځوانان د بې روزګارۍ څخه محفوظ ساتل٬د معاشي بحران څخه ويستل٬د بېلو جرمونو څخه بچ كېدل او هغوي د يو مثبت سوچ وګړې جوړول دي۔احسن اقبال د ټولو منصوبو ډائرېكټرز ته هدايات وركړل چې د تعينات كېدونكو ځوانانو صلاحيتونو څخه ګټه پورته كړي او د هغوي څخه بشپړ كار واخلئ او په هغوي چيك اينډ بيلنس وساتئ۔ده ووئيل ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده