په پي اېس اېل كښې سبا يو مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمينځه كېږي

پېنډۍ ۔9مارچ(اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ (پي اېس اېل) كښې سبا د جمعې په ورځ يوازينے مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمينځه په راولپنډی کرکټ سټېډیم كښې كېږي۔ دواړو لوبډلو لپاره دا مېچ زيات مهم دے٬ كاميابي ترلاسه كونكې ډله به پلے آف پړاؤ لپاره كواليفائي كوي۔ د پی سی بی تر اهتمام لاندې د پي اېس اېل 8 خوندرو مقابلو لړۍ په پېنډۍ كښې روانه ده۔ په پنډی کرکټ سټېډیم كښې به سبا د جمعې په ورځ د ليګ 27 مې مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمی ترمينځه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د يوې سختې مقابلې امكان ښكاره كړے شوے۔ ملتان سلطانز به د محمد رضوان او پېښور زلمې به د بابر اعظم په مشرۍ كښې لوبېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي دواړه لوبډلې 8 ٬ 8 پوائنټس لري٬ دغسې په دې مېچ كښې كاميابي ترلاسه كونكې لوبډله به د ټورنامنټ پلے آف پراؤ ته ورسي