د بنګله دېش او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټي ټونټي مېچ سبا كېږي

چټوګرام۔8مارچ(اے پی پی) د بنګله دېش او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو مېچونو مشتمل سيريز كښې اولنے ټي ټونټي مېچ سبا د زيارت په ورځ په ظهور احمد چوهدري ستېډيم ٬ چټوګرام كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې مېلمه لوبډلې بنګله دېش ته د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د يو ورځنو مېچونو سيريز بشپړېدو نه وروستو د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز …

چټوګرام۔8مارچ(اے پی پی) د بنګله دېش او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو مېچونو مشتمل سيريز كښې اولنے ټي ټونټي مېچ سبا د زيارت په ورځ په ظهور احمد چوهدري ستېډيم ٬ چټوګرام كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې مېلمه لوبډلې بنګله دېش ته د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د يو ورځنو مېچونو سيريز بشپړېدو نه وروستو د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز پېل د روانې مياشتې 9 مې نېټې څخه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم مېچ به په 12 او درېم او وروستے مېچ به په 14مارچ ډھاكه كښې كېږي

مزید خبریں