د هند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم ټېسټ مېچ د مارچ په اولنۍ نېټه پېل كېږي

نوے ډيلے ۔20 فروری(اے پی پی) د هند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه په څلور ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كښې درېم مېچ د مارچ اولنۍ نېټې څه تر 5 مې نېتې په اندور كښې كيږي۔ كوربه لوبډلې ته د څلورو مېچونو په سيريز كښې د كېنګروز په ضد د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په ناګپور كښې شوي اولني ټېسټ كښې هند آسټرېليا ته په 132 رنز او په نوي ډيلي كښې شوي دويم ټېسټ مېچ كښې په 6 وكټونو ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه څلورم او وروستے ټېسټ مېچ به د مارچ 9 مې نېټې څخه تر 13 مې نېټې په احمد آباد كښې كېږي۔ د څلورو ټېسټ مېچونو سيريز څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز اولنے مېچ په 17 مارچ ٬ دويم په 19 مارچ او درېم او وروستے مېچ په 22 مارچ كولې شي۔