په پاكستان كښې د آئين او قانون سرلوړۍ له دې سياسي چارې د مفاهمت او مذاكراتو د لارې هوارې كړې شي٬ د علماﺀ او مشائخ كنونشن د ګډې اعلاميه

اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل د ګډې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په پاكستان كښې د آئين او قانون سرلوړۍ له دې سياسي چارې د مفاهمت او مذاكراتو د لارې هوارې كړې شي ، پاکستان علماء کونسل وروڼو اسلامي هېوادونو تركيه او سوريه كښې زلزله ځپليو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه دورې ستئنه كوي٬ نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته خواست كوي چې هغوي دې د تركيه او سوريه زلزله ځپليو مرسته وكړي٬ په خاص توګه په سوريه لګېدلې بندېزونه دې پورته كړې شي دغسې چې د زلزله ځپليو مرسته وكړې شي۔ د اتوار په ورځ د پاكستان علماﺀ كونسل تر اهتمام لاندې د مركزي چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د شوي علماء و مشائخ کنونشن د ګډې اعلاميه كښې ووئيلې شؤ چې په پاكستان كښې د آئين او قانون سرلوړۍ له دې سياسي چارې د مفاهمت او مذاكراتو د لارې هوارې كړې شي٬ ټول سياسي او مذهبي ګوندونه دې د هېواد او قوم په خاطر خپل ذاتي تعصبات قربان كړي او يو مېز ته راتللو سره دې د ترهګرۍ ٬ انتها خوښۍ او د هېواد معاشي او معاشرتي ستونزو حل راوباسي۔ وزیراعظم میاں شهباز شریف دې اے پي سي راوبلي او عمران خان دې په هغې كښې ګډون وكړي۔ په دې لړ كښې دې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خپل مثبت او مفاهمانه كردار ترسره كري۔ د اعلاميې له مخې د انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ ختمولو او بېن المسالك او بېن المذاهب روادارۍ له د پاكستان علماﺀ او مشائخو تل مهم كردار ترسره كړې دې۔ د پېغام پاكستان په صورت كښې متفقه دستاوېز د ټولو وړاندې دې۔ په حالاتو كښې بهترۍ او اصلاح له دې په پېغام پاكستان او قومي اېكشن پلان عمل وكړے شي۔ د اعلاميې له مخې د ګرد هېواد علماﺀ او مشائخ د ګران هېواد امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره حكومت ٬ پاك پوځ او د هېواد د سلامتيا ادارو سره هره ممكنه مرسته كوي ۔ د اعلاميې له مخې په هېواد كښې دې د آئين او قانون له مخې ټاكنې وكړې شي۔ پاكستان علماﺀ كونسل پرېكړه كړې ده چې هغه به په ټاكنو كښی نېغ په نېغه برخه نه اخلي۔ د پاکستان علماء کونسل كلن پیغام اسلام کنفرنس به د مارچ په 28 مه نېټه اسلام آباد كښې كېږي۔ پاكستان علماﺀ كونسل د وروڼو اسلامي هېوادونو تركيه او سوريه زلزله ځپليو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه اوسنۍ دورې ستائنه كوي۔ نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته خواست كوي چې هغوي دې د تركيه او سوريه زلزله ځپليو مرسته وكړي٬ په خاص توګه په سوريه لګېدلې بندېزونه دې پورته كړې شي دغسې چې د زلزله ځپليو مرسته وكړې شي۔ د اعلاميې له مخې پاكستان علماﺀ كونسل د ګرد هېواد تاجرانو او صوبائي حكومتونو څخه غوښتنه كوي چې هغوي دې د روژې مباركې مياشت راتللو څخه وړاندې د ګرانۍ مخنيوي له ټول ممكنه ګامونه پورته كړي۔ پاكستان علماﺀ كونسل په هېواد كښې د زياتېدونكي عدم برداشت ٬ انتها خوښۍ ٬ د آبادۍ مسئلو ٬ د طلاق مخ په زياتېدونكو رجحانات ٬ نكاح آسانولو ٬ د سودي نظام ختمولو ٬ په ميراث كښې د مېرمنو د حقونو باوري كولو او نورو چارو له يوه بشپړه تګلاره وضعه كوي۔ دې چارو لپاره د پاكستان علماﺀ كونسل تر اهتمام لاندې په ګرد هېواد كښی د آئمه ٬ خطباﺀ ٬ علماﺀ او عامو وګړو تربيه كولو اهتمام كولې شي۔ كنونشن ته د پاكستان علماﺀ كونسل چیئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ،علامه عبد الحق مجاهد،مولانا محمد رفیق جامی، مولانا اسعد زکریا قاسمی، مولانا نعمان حاشر، مولانا محمد شفیع قاسمی، علامه زبیر عابد ،مولانا اسد اللہ فاروق،مولانا حق نواز خالد، مولانا عبید اللہ ګورمانی، مولانا محمد اشفاق پتافی، مولانا طاهر عقیل اعوان ،مولانا ابو بکر حمید صابری، علامہ طاهر الحسن ،مولانا عزیز اکبر قاسمی، مولانا عبد الستار، مولانا اسلم صدیقی ، مولانا سعد اللہ شفیق، قاری عبد الحکیم اطهر ،مفتی عمر فاروق، مولانا زبیر کھټانه ،مولانا احسان احمد حسینی، قاری عصمت اللہ معاویه، مولانا محمد احمد مکی، مولانا انوار الحق مجاهد، مولانا سعد اللہ لدھیانوی، مولانا یاسر علوی، صاحبزادہ حافظ ثاقب منیر، مفتی فلک شیر ، مفتی سید نسیم الاسلام، قاری عبد الماجد، قاری کفائت اللہ ، مولانا حبیب اللہ شاکر، مولانا ابراهیم حنفی ، مولانا محمد اسلم قادری ، قاری شمس الحق نواز، قاری مبشر رحیمی، مولانا عبد الغفار فاروقی ، مولانا ناصر حقانی ، قاری فیصل امین ، قاری ساجد، فهد بټ او نورو هم خطاب وكړو۔