حكومت د آئي اېم اېف پروګرام نافذولو له لوظي دې٬ 170 اربه روپۍ نوې ټېكس به لګولې شي۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار

اسلام آباد 10 فروری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې د آئي اېم اېف مشن سره خبرې اترې بشپړ شوي٬ حكومت د آئي اېم اېف پروګرام نافذولو له لوظي دې٬ 170 اربه روپۍ نوې ټېكس به لګولې شي٬د توان په څانګه كښې به په اصلاحاتو عملدرآمد كېږي٬د ګاز او تون په څانګه كښې په ګرضي قرضه كښې به لا اضافه كولې نه شي٬د بېنظيرانكم سپورټ …

اسلام آباد 10 فروری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې د آئي اېم اېف مشن سره خبرې اترې بشپړ شوي٬ حكومت د آئي اېم اېف پروګرام نافذولو له لوظي دې٬ 170 اربه روپۍ نوې ټېكس به لګولې شي٬د توان په څانګه كښې به په اصلاحاتو عملدرآمد كېږي٬د ګاز او تون په څانګه كښې په ګرضي قرضه كښې به لا اضافه كولې نه شي٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې به تر 30 جون 40 ارب روپۍ اضافه كولې شي٬د پیټروليم په مصنوعات به د سيلز ټېكس اطلاق نه وي۔د جمعې په ورځ د آئي اېم اېف مشن پاكستان دورې په اختتام مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د پي ټي آئي پخواني حكومت د آئي اېم اېف سره پروګرام پېل كړی و او موجوه حكومت سخت عزم سره مخ په وړاندې بوځي٬مخلوط حكومت د دې پروګرام په نفاذ كښې عزم لري ځكه چې دا لوظ نامه د پاكستان حكومت كړې وه۔د خزانې وزير ووئيل چې د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د لسو ورځو په خبرو اترو كښې د برېښنا٬ماليات٬توان پشمول بېلو څانګو احاطه شوې٬په مذاكرات كښې د پیټروليم ډويژن٬اېف بي آر٬پاور ډويژن پشمول اړوندې څانګو استازي شامل وو چا چې د خبر اترو نكات ته حتمي شكل وركړې٬د دې نه پس د روايت له مخې وزيراعظم سره د خېرسګالۍملاقات شوې٬وزيراعظم په لاهور كښې وو٬د ټوزوم د لارې دا ميټنګ شوې۔وزيراعظم ووئيل چې په كوم څيزونه ترسره شوي په دې به عملدرآمد كول و ي٬وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په دې اړه عزم لري٬پاكستان ته ميمورنډم آف اكنامكس اينډ فنانشل پاليسيز(اېم اي اېف پي)ترلاسه شوې په كوم به چې د ګل د ورځ څخه خبرې اترې پیل شي٬د دې نه پس به ليټر آف انټینټ جاري شي د دې نه پس به آئي اېم اېف انتظامي بورډ سټاف ليول د لوظ نامې منظوري وركړي۔د خزانې وزير ووئيل چې په كومو څانګو خبرې اترې شوي په دې څانګو كې به اصلاحات د پاكستان په ګټه كښې دي٬كه چرې مونږ دا اصلاحات ونه كړل نو زمونږ معيشت نور هم په شه لاړ شي٬پخواني حكومت دا اصلاحات نه كولو سره معيشت تباه كړې و او د نړۍ 24م لويې معيشت 47نمبر ته رسولې٬د برښنا په څانګه كښې د پیداواري اخراجات حجم 3 زره ارب روپۍ دې او د 1800 اربه ريكوري ده ځكه په دې څانګه كښې اصلاحات ضروري دي۔د خزانې وزير ووئيل چې د آئي اېم اېف بورډ منظورۍ نه پس به پاكستان ته 1.2 اربه ډالر قسط ترلاسه شي۔د خزانې وزير ووئيل چې د آئي اېم اېف سره چې كومو چارو ته حتمي شكل وركړې شوې د هغې له مخې به 170 ارب روپو نوې ټېكس لګولې شي خو دا خبره باوري كولې شي چې د دې بوج نيغ په نيغه په عام تن پرې نه وځي٬د توان په څانګه كښې به په اصلاحاتو عملدرآمد كېږي٬د ګاز او توان په څانګه كښې به په ګردشي قرضه كښې لا اضافه نشي كولې۔ده ووئيل چې د پیټروليم په مصنوعات د سيلز ټېكس شرط مونږ تسليم كړې نه دې او د آئي اېم اېف ډلې هم دا شرط بېرته اخستلې٬په دې اتفاق شوې په پېټروليم مصنوعاتو به سيلز ټيكس عائد كولې نه شي۔د خزانې وزير ووئيل چې پاكستان به نه ډيفالټ كېږي٬ما چرته د ډيفالټ كېدو خبره نه ده كړې٬څوك چې دا خبرې كوي هغوي پاكستان بدناموي٬كه د كوم هېواد وزيراعظم د پاكستان نه بهر لاړې او دا اووئي چې پاكستان په قرضونو كښې ډوب شوې او په هېواد كښې كرپشن دې نو داسې هېواد ته څوك د سرمايه كارۍ لپاره راځي؟

مزید خبریں