پاكستان به ټول عمري له د آزادۍ ترلاسه كولو هڅو كښې د خپلو كشميري وروڼو ترڅنګ ولاړ وي ٬ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔5فروری (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستان به تل د آزادۍ ترلاسه كولو هڅو كښې د خپلو كشميري وروڼو ترڅنګ ولاړ وي او په هر نړيوال فورم يې د نړۍ په وړاندې په کشميريانو د هند ظلمونه په ډاګه کړي دي، مونږ له به قامي ګټو لپاره خپل سياسي اختلافات هېرولو سره يو موټې كېدل وي۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې وزيراعظم شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ په مظفر آباد كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس له پلاوي سره د كشمير د يووالي ورځې په موقع د ملاقات په مهال وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان بچې بچې د ازادۍ په مبارزه كښې كشميريانو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل كه مونږ دغسې د قامي ستونزو هوارولو له يو موټې پاتې شؤ نو د كشمير آزادي لرې نه ده۔ دكل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو د وزيراعظم د كشمير يووالي ورځې په موقعه كشميريانو سره پاتې كېدل كشمير كاز لپاره خوشبين وګرځول۔ په ملاقات كښې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري انوار الحق ٬ د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس ٬ د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود محمود احمد ساغر ٬ الطاف حسېن واني ٬ محمد حسېن خطيب ٬ سيد فېض نقشبندي ٬ سيد يوسف نسيم او منظور احمد الياس ضياﺀ حسېن ګډون وكړو۔ په دې موقعه وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق ٬ رانا تنوير حسېن ٬ مريم اورنګزېب ٬ مرتضی جاوېد عباسي او د وزيراعظم سلاكار قمر الزمان كائره هم موجود وو۔