د نيوزي لېنډ كركټ لوبډله به روانه مياشت د انګلينډ دورې په مهال د دوه ټېسټ ميچونو سيريز كوي

ويلنګټن 03فروری(اے پی پی) د كركټ نيوزي لېنډ(سي اېن زيډ)اعلاميې له مخې د نيوزي لينډ قامي كركټ لوبډله به روانه مياشت د انګلينډ دوره كوي۔ كيوي ډله به د انګلينډ خپلې دورې په مهال د كوربه ډلې په ضد د دوه ټېسټ ميچونو سيريز كوي۔د دوه ټيسټ ميچونو په سيريز كښې به د انګلينډ ډلې مشري نوموړے آل راؤنډر بېن سټوكس او د كيوي ډلې ټم ساؤتهي كوي۔ د دواړو ډلو ترمينځه د دوه ټيسټ ميچونو سيريز اولنې مېچ به د 16 نه تر 20 فروري بې اوول٬ماؤنډ مونګانوئي او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ 24 فروري څخه تر 28 فروري بيسن ريزرو وېلنګټن كښې كېږي