وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په ټولو شراكتدارو د سود څخه پاك نظام نفاد له په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو له په عزم٬خلوص زور راوړو

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په ټولو شراكتدارو د سود څخه پاك نظام نفاد له په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو له د عزم٬خلوص او افهام او تفهيم سره د كار كولو په حاجت زور راوړے۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ د وفاقي شرعي عدالت ربا په اړه په پريكړو د عملدرآمد په حقله د وړومبۍ سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشري كوله ۔د خزانې او محصولات وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د سټېټ بانك ګورنر٬د خزانې سېكرټري او نورو سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔د خزانې وزير اسحاق ډار د سټېټ بانك اسلامي فنانسنګ او سود څخه پاك نظام نفاذ لپاره د روډ مېپ په جوړولو كښې هڅې ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې د سټېټ بانك ګورنر په لارښودنه كښې به د سود څخه پاك نظام په منطقي انداز نفاذ له لارښودنه ترلاسه شي۔ده د وفاقي شرعي عدالت پريكړی په ضد په سپريم كورټ كښې د درخواستونو بېرته اخستو او په هغې د عملدرآمد په لاره سمولو له د سټېټ بانك٬نېشنل بانك په كردار هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔د دې څخه وړاندې د سټېټ بانك ګورنر د ګډون كوونكو هركلے وكړو او د وفاقي شرعي عدالت په پريكړه عملدرآمد له په روډ مېپ او په اقدامات يې بريفنګ وركړو