اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د تجارت٬اقتصادي٬سائنسي او تكنيكي مرستې لپاره د پاكستان روس بين الحكومتي كمېشن 8مه غونډه د شورو په ورځ وشوه۔د درې ورځنۍ غونډې مقصد د مرستې موجوده څنګو جاج اخستل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا ښه كولو لپاره نوې موقعې لټول دي۔په دې غونډه كښې په 80 غړو مشتمل روسي پلاوي ګډون كولو۔د كمېشن د غونډې د وړومبۍ ورځې په مهال …
د تجارت٬اقتصادي٬سائنسي او تكنيكي مرستې لپاره د پاكستان روس بين الحكومتي كمېشن 8مه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د تجارت٬اقتصادي٬سائنسي او تكنيكي مرستې لپاره د پاكستان روس بين الحكومتي كمېشن 8مه غونډه د شورو په ورځ وشوه۔د درې ورځنۍ غونډې مقصد د مرستې موجوده څنګو جاج اخستل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا ښه كولو لپاره نوې موقعې لټول دي۔په دې غونډه كښې په 80 غړو مشتمل روسي پلاوي ګډون كولو۔د كمېشن د غونډې د وړومبۍ ورځې په مهال د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه تكنيكي سيشنز شوي ۔د كركيلې توان صنعت٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجي٬معلومات او مواصلاتي ټېكنالوجي٬فنانس٬كسټم او مواصلات٬پشمول سړكونه٬پوسټل سروس او رېلوے څانګو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په مشاورت كښې په بنيادي توګه د دواړو هېوادونو لخوا په اړوندو موضوعات د شوو پخوانو پريكړو پلو پام لرنه شوې او د مرستې لپاره په تجاويز غور شوے ۔د تكنيكي غونډو څخه راتلونكي تجاويز به د كمېشن په مركزي پروټوكول كښې شاملولې كولې شي په كومو به چې د غونډې د درېمې ورځې په بشپړېدو د خيالاتو څرګندونه او لاس ليك كولې شي۔د غونډې پرانستې سېشن ته د وېنا كولو په مهال د اقتصادي چارو سېكرټري ډاكټر كاظم نياز ووئيل د پاكستان او روس ترمينځه د ټولو څانګو څخه د ګټې پورته كولو لويې صلاحيت موجود دے۔ده ووئيل پاكستان ته د سېلاب له امله لوي زيان رسېدلے ٬ ده د بحران په مهال د نړيوالې ورورولۍ لخوا وركړې شوې مرسته وستائېله۔ده ووئېل په دې سخت وخت كښې په پرله پسې مرسته د روسيې حكومت مننه كوو۔سېكرټري ووئيل اقتصادي ٬ تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكې زياتول د پاكستان وړومبې ترجيح ده۔د روسيه فيډرېشن اقتصادي پرمختګ وزارت محكمې ډپټي ډائرېكټر سرافيل زادے ووئيل روس پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل د معيشت په ټولو څانګو كښې د مرستې يو ښه پوزېشن لرو او د روس مقصد دا لا زياتول دي ۔ده ووئيل د دواړو معيشتونو ترمينځه لوي صلاحيت موجود دے۔









