د هند او سري لنكا ترمينځه اولنې يو ورځنې كركټ مېچ سبا په ګوهاټي كښې كیږي

ګوهاټی۔9جنوری(اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه اولنې كركټ مېچ سبا ( د نهې په ورځ) په بارساپارا كركټ سټيډيم ٬ ګوهاټي كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې هند سري لنكا ته 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز د روانې مياشتې 10 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ په درې يو ورځنيو مېچونو كښې د هند لوبډلې مشري روهت شرما او د سري لنكا ډاسن شناکا كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنۍ مېچ به په 12 جنوري ايډن ګارډنز ٬ كولكته او درېم او ورستې يو ورځنې مېچ په 15 جنوري تھیرووانا تھاپورام كښې كېږي۔