په جنيوا كښې كېدونكې اعلٰی پاې كنفرنس كښې ګډون كولو مقصد د پاكستان اولس او حكومت لپاره نړيواله مرسته ترلاسه كول دي۔سېنېټر شيري رحمان

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان وئېلي دي چې په جنيوا كښې كېدونكې اعلٰی پاې كنفرنس كښې ګډون كولو مقصد د پاكستان اولس او حكومت لپاره نړيواله مرسته ترلاسه كول دي٬د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره د اوږدې مودې تګلارې پشمول په سمدستي توګه فنډ او د وسائلو كمې پوره كول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د شورو په ورځ د پاكستان هيومنټيرين فورم په پينل نړيوال غېر سركاري تنظيمونو كنټري ډائرېكټرز پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔په دې مهال په 9 جنوري په جنيوا كښې د نړيوال كنفرنس لپاره مشاورت وشو۔دې ووئيل حكومت د 3 كروړه 30 سېلاب ځپليو بحالۍ له ګامونه پورته كوي٬د سېلاب له امله د انفراسټركچر تعمير نو لپاره 16 ارب ډالر ته اړتيا ده۔وفاقي وزيرې ووئيل پاكستان به په كنفرنس كښې د ريسيلينټ ريكوري٬د بحالۍ او تعميرنو فريم ورك(آر اېف 4) وړاندې كوي۔