کراچۍ ۔14دسمبر(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلې درېم ټېسټ مېچ كولو له كراچۍ ته ورسېدې۔ د پاكستان كركټ بورډ (پی سی بی) لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي ويډيو له مخې دواړه لوبډلې د پاكستان انټرنېشنل ائير لائن (پي آئي اے)د لارې ملتان څخه كراچۍ ته رسېدلي دي۔ د دواړو لوبډلو لوبغاړي او آفيشلز د خصوصي انتظاماتو لاندې هوټل ته روان كړې شول۔ په دې …
د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلې درېم ټېسټ مېچ كولو له كراچۍ ته ورسېدې

مزید خبریں
کراچۍ ۔14دسمبر(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلې درېم ټېسټ مېچ كولو له كراچۍ ته ورسېدې۔ د پاكستان كركټ بورډ (پی سی بی) لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي ويډيو له مخې دواړه لوبډلې د پاكستان انټرنېشنل ائير لائن (پي آئي اے)د لارې ملتان څخه كراچۍ ته رسېدلي دي۔ د دواړو لوبډلو لوبغاړي او آفيشلز د خصوصي انتظاماتو لاندې هوټل ته روان كړې شول۔ په دې موقعه امنيتي ادارو سخت حفاظتي انتظامات كړې وو۔ دا خبره دې ياده وي چې د پاكستان او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې ټېسټ مېچ د خالي ورځې څخه په نېشنل سټېډيم كراچي (نېشنل بېنک کرکټ ایرینا) كښې پېل كېږي۔ د انګلېنډ لوبډلې ته د پاكستان په ضد د درې ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔









