هيله لرو چې د ملتان پچ به ښه كوي٬ د سيريز برابرولو هڅه به كوٶ۔ بابراعظم

ملتان 08 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ ډلې کپتان بابراعظم وئيلي دي چې د انګلستان كركټ لوبډلې په ضد (نن) د جمعې په ورځ پېل كيدونكي مېچ كښې به د ښه كاركردګۍ مظاهره كوو او د سيريز برابرولو هڅه به كوٶ۔ د زيارت په ورځ ملتان کرکټ سټيډيم كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل هيله لرو چې د ملتان پچ به ښه كوي٬ پېنډۍ كښې مونږ ته سپن پچ پكار ٶ٬ په دې لړ كښې ما خپله رائے هم وركړې وه خو مونږ چې كوم سوچ كړې ٶ ھغه ونه شول۔ ده ووئيل د دې نه په وړاندې ټېست كښې په مجموعي توګه 1768 رنز شوي كوم چې د ټېسټ كركټ د تاريخ درېم لوے سكور دے او د دواړو لوبډلو اووه لوبغاړو سنچرۍ او ففټۍ كړې دي