پنډۍ ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د قومي كركټ لوبډلې آل راؤنډر سلمان علي آغا وئيلي دي چې د انګلېنډ په ضد د سيريز د اولني مېچ ګټلو به هره ممكنه هڅه كوؤ۔ د اتوار په ورځ په پېنډۍ سټېډيم كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ټول لوبغاړي د انګلېنډ په ضد مېچ ګټلو ته سترګې په لاره دي ٬ كه لويے څښتن ته منظوري وي ښه ببېټنګ …
د انګلېنډ په ضد د سيريز اولني مېچ ګټلو به هره ممكنه هڅه كوؤ٬ سلمان علي آغا

مزید خبریں
پنډۍ ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د قومي كركټ لوبډلې آل راؤنډر سلمان علي آغا وئيلي دي چې د انګلېنډ په ضد د سيريز د اولني مېچ ګټلو به هره ممكنه هڅه كوؤ۔ د اتوار په ورځ په پېنډۍ سټېډيم كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ټول لوبغاړي د انګلېنډ په ضد مېچ ګټلو ته سترګې په لاره دي ٬ كه لويے څښتن ته منظوري وي ښه ببېټنګ كولو سره به كاميابي ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل زه جارحانه لوبه كوم او مېنجمنټ هم دا وائي چې څنګه تاته آساني وه هغسې كوه۔ په اولني اننګز كښې د 53 رنز جوړولو سره زما په باور كښې اضافه شوې ده٬ كه په دويم اننګز كښې موقعه ترلاسه شوه نو پاكستان لپاره به د مېچ ګټلو هڅه كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل انګلش لوبغاړو ښه لوبه كړې ٬ او د مثبت كركټ په كولو بايد د انګلېنډ ستائنه وكړې شي۔









