هندي رياست به په خپلو ناوړه عزائمو كښې چرې بريالې نه شي٬ كه جنګ مسلط كړے شو نو وسله وال ځواك به د خپل وطن د يو يو انچ دفاع كولو سره دښمن ته بشپړ ځواب وركړي۔ د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منېر

اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منېر وئيلي دي هندي رياست به چرې هم په خپلو ناوړه عزائمو كښې بريالې نه شي٬ كه جنګ مسلط كړے شو نو وسله وال ځواك به د خپل وطن د يو يو انچ دفاع كولو سره سره دښمن ته بشپړ ځواب وركړي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري كړي شوي بيان له مخې د پاك پوځ …

اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منېر وئيلي دي هندي رياست به چرې هم په خپلو ناوړه عزائمو كښې بريالې نه شي٬ كه جنګ مسلط كړے شو نو وسله وال ځواك به د خپل وطن د يو يو انچ دفاع كولو سره سره دښمن ته بشپړ ځواب وركړي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري كړي شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر دا خبره د خالي په ورځ د كنټرول لائن راكھ چكري سېكټر كښې د وړاندې محاذونو دورې كولو په مهال افسرانو او ځوانانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د پوځ سرلښكر ته په كنټرول لائن د تازه صورتحال او د فارمېشنز آپرېشنل تياريانو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ سرلښكر آفسرانو او ځوانانو سره ملاقات وكړو او په سختو حالاتو كښې يۍ د دوئي د دنګې حوصلې او جنګي تيارۍ ستائنه وكړه۔ په دې موقعه په خپلو خبرو كښې جنرال سيد عاصم حسېن ووئيل مونږ په دې وروستيو كښې د ګلګت بلتسان او آزاد جموں وكشمير په اړه د هندي مشرتابه د غېر ذمه وارو بيانونو نوټس اخستې دې۔ ده ووئيل مونږ دا خبره په ډاګه كول غواړو چې كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو د پاكستان وسله وال ځواك به نه يوازې دا چې د خپل هېواد د انچ انچ دفاع كوي بلكه دښمن ته به بشپړ ځواب هم وركړي۔ جنرال سيد عاصم منېر ووئيل چې د كومې غلط فهمۍ په بنياد د مهم جوئۍ به د اولس په ملاتړ پوره قوت سره ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل هندي رياست به چرې په خپلو ناوړه عزائمو كښې كامياب نه شي۔ ده ووئيل نړۍ دې انصاف باوري كړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس سره شوې لوظونه دې و پاللې شي۔ دې نه وړاندې ركھ چكري سېكټر ته په راتګ كور كمانډر راولپنډي لېفټېننټ جنرال شاهد امتياز د پوځ سرلښكر ته هركلې ووې۔

مزید خبریں