د انګلېنډ كپتان بېن سټوكس ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه

راولپنڈی۔1دسمبر(اے پی پی) د پاکستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سيريز لومړي مېچ كښې د انګلېنډ کپتان بین سټوکس د پاكستان په ضد ټاس ګټلو سره د بېټنګ پرېكړه كړې ده۔ د پاكستاني كپتان بابر اعظم وېنا وه چې كه ټاس ما ګتلې وې نو مونږ به هم بېټنګ كړې وو۔ د پاكستان لخوا څلور ټېسټ لوبغاړو ډيبيو وكړه په كومو كښې چې حارث رؤف ٬ سعود شكيل ٬ محمد علي او زاهد محمود شامل دے۔