وزیراعظم وزيرانو ته په تندۍ سره د كار كولو او د ټولو روانو منصوبو د بشپړولو امر وكړو

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وفاقي وزيرانو ته د اړوندو وزارتونو چارو پحقله احكامات جاري كولو سره امر كړے دے چې په تندۍ سره د كار كولو او د ټولو روانو منصوبو په ترجيحي بنيادونو د بشپړولو ئې سپارښتنه كړې ده ٬ د كار معيار او سپېځلتيا دې باوري كړې شي۔ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سپارښتنه كړې …

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وفاقي وزيرانو ته د اړوندو وزارتونو چارو پحقله احكامات جاري كولو سره امر كړے دے چې په تندۍ سره د كار كولو او د ټولو روانو منصوبو په ترجيحي بنيادونو د بشپړولو ئې سپارښتنه كړې ده ٬ د كار معيار او سپېځلتيا دې باوري كړې شي۔ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سپارښتنه كړې چې وفاقي وزيرانو له د ھغوي د اړوندو وزارتونو او ډويژونو پحقله د وظيفي په ترسره كولو كښې د بهر سفر لپاره د اجازې اخستو حاجت نه شته۔ وزيران دې د داسې كوم سركاري سفر په صورت وزيراعظم هاٶس يوازې د ھغوي د نيټو نه خبروي۔ وزیراعظم نور ووئېل وفاقي وزيران ٬ دوهم وزيران او خپل ماتحت وزارتونه ډويژونونه ٬ اړوندې څانګې او خپلواكه ادارو كښې كار كوٶنكې ټول افسران به په دې لړ كښې اجازه لري خو د پاليسۍ معاملې په توګه وفاقي وزير او وفاقي سېكتر به ډېر ضرورت نه علاوه په يو وخت سفر بهر نشي كولې او په داسې ضروري صورت به وزيراعظم د سفر نه وړاندې خبرولې شي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ټولو وفاقي وزيرانو او دوهم وزيرانو ته هدايت كړې چې ھغوي په محنت او تندۍ كار وكړي او ټولې روانې منصوبې په ډېره سپېځلتيا او معيار په ترجيحي بنيادونو ترسره كړي۔