نوې كابينه به د هېواد سوكالۍ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوې عزم سره خپل كار روان ساتي

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير خواجه محمد آصف دا عزم څرګند كړے چې نوې كابينه به د هېواد سوكالۍ ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوې عزم سره خپل كار روان ساتي٬ د پاكستان اولس سره زمونږ دا لوظ دے چې تر څو د كابينې غړي يو د اولس خدمت به دوامداره ساتو ٬ مسلم لیګ (ن) د وړاندې نه زيات مستحكم دے٬ زمونږ يو …

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير خواجه محمد آصف دا عزم څرګند كړے چې نوې كابينه به د هېواد سوكالۍ ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوې عزم سره خپل كار روان ساتي٬ د پاكستان اولس سره زمونږ دا لوظ دے چې تر څو د كابينې غړي يو د اولس خدمت به دوامداره ساتو ٬ مسلم لیګ (ن) د وړاندې نه زيات مستحكم دے٬ زمونږ يو غړي هم وفاداري نه ده بدله كړې۔ د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې سوګند پورته كولو دستورې نه پس خپله مركه كښې خواجه آصف ووئيل په لويه ذمه وارۍ سپارلو د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی او پخواني وزیراعظم نواز شریف مننه كوم۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت په تېرو څلورو كالو كښې په ټولو څانګو كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړې دي ۔ ده ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او محمد نواز شریف چې ما ته كومې ذمه وارۍ راكړې ما ھغه قبولې كړې دي او په ښه ډول ذمه وارۍ ترسره كولو لپاره به كار روان ساتم۔ ده ووئيل د پاكستان اولس سره زمونږ دا لوظ دے چې تر څو د كابينې غړي يو د اولس او هېواد سوكالې او سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره به كار روان ساتو