د انګلېنډ كركټ لوبډله 17 كاله پس د پاكستان په خاوره ټېسټ سيريز كښې برخه اخلي

پېنډۍ ۔29 نومبر(اے پی پی) د انګلېنډ كركټ لوبډله 17 كاله پس د پاكستان په خاوره ټېسټ سيريز كښې برخه اخلي ۔ دا اولنۍ موقعه ده چې انګلش لوبډله په پېنډۍ سټېډيم كښې كوم ټېسټ مېچ كوي۔ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه د تاريخي ټېسټ سيريز اولنے مېچ د زيارت په ورځ د دسمبر اولنۍ نېټې څخه په راولپنډي كركټ سټېډيم كښې پېل كېږي۔ د انګلېنډ لوبډله به د آل راؤنډر بېن سټوكس په مشرۍ كښې لوبېږي۔ په نورو لوبغاړو كښې جېمز اېنډرسن، جو روټ، زېک کرالی، جېک لیچ، اولی پاپ، هیری بروک، بین ډکټ، بین فوکس، ول جیکس، کیتن جیننګز، لیام لیونګسټون، جمی اورټن، ریحان احمد، اولی رابنسن او مارک ووډ شامل دي۔ د قومي لوبډلې مشري نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي۔ د سكواډ په نورو لوبغاړو كښې اظهر علی، محمد رضوان ، حارث رﺅف، نسیم شاہ، عبداللہ شفیق، ابرار احمد، فهیم اشرف، امام الحق، محمد علی، محمد نواز، محمد وسیم جونیئر، نعمان علی، سرفراز احمد، سلمان علی آغا او سعود شکیل شامل دي۔ لېګ سپنر ابرار احمد او محمد علی په اولني ځل د ټېسټ سكواډ برخه جوړ كړے شوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټېسټ به 9 دسمبر څخه تر 13 دسمبر په ملتان كركټ سټېډيم او درېم او وروستې ټېسټ مېچ به 17 څخه تر 21 دسمبر په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كولې شي۔ د پوليس وياند له مخې اولني ټېسټ لپاره بشپړ سېكورټي پلان وضعه كړے شوے ۔ سی پی او سید شهزاد ندیم بخاری د سېكورټي او ټرېفك انتظامات په خپله څارنه كوي۔ د پېنډۍ پوليس په مجموعي توګه 3 زره پوليس او ټرېفك اهلكار به په دې مهال خپله وظيفه ترسره كوي۔