د سري لنكا او افغانستان ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ سبا د شورؤ په ورځ كېږي

پالے کېلی۔29 نومبر(اے پی پی) د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې مېچونو سيريز درېم او وروستې يو ورځنې مېچ سبا د شورؤ په ورځ د روانې مياشتې په 30 مه نېټه پالے كېلي كښې كېږي۔ افغانستان ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ مېلمه لوبډلې افغانستان په اولني مېچ كښې سري لنكا ته 60 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم مېچ د باران د لاسه نه وو شوې۔ د درې مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ به په 30 نومبر پالے كېلي كښې كېږي۔ د آئي لېنډر مشري داسن شاناك او د افغانستان حشمت الله شهيدي كوي۔