كرائسټ چرچ ۔24 نومبر(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ سبا د شورؤ په ورځ هېګلے اوول ٬ كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ نيوزي لېنډ ته د هند په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ نيوزي لېنډ په اولني يو ورځني مېچ كښې هند ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې …
د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ سبا كېږي

مزید خبریں
كرائسټ چرچ ۔24 نومبر(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ سبا د شورؤ په ورځ هېګلے اوول ٬ كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ نيوزي لېنډ ته د هند په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ نيوزي لېنډ په اولني يو ورځني مېچ كښې هند ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم مېچ د باران له امله نه ؤ شوې۔ دا خبره دې ياده وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې هند نيوزي لېنډ ته 0-1 سره ماتې وركړې وه۔ اولنے مېچ د باران د لاسه نه وو شوےاو په دويم كښې هند نيوزي لېنډ ته 65 رنز سره ماتې وركړې وه٬ درېم مېچ د ډي اېس اېل سسټم لاندې برابر ګرځولے شوے وو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او وروستے يو ورځنے مېچ سبا د شورؤ په ورځ د روانې مياشتې په 30 مه نېټه كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ د هندي لوبډلې مشري به شېكھر دھوون او د نيوزلينډ وليم سن كوي۔









