پاكستان سره ټېسټ سيريز به چېلنجنګ وي٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه د زورورې مقابلې امكان دے٬ برېنډن مېك كلم

پېنډۍ ۔28 نومبر(اے پی پی) د انګلېنډ كركټ لوبډلې هېډ كوچ برينډن مېك كلم وئيلي دي پاكستان سره ټېسټ سيريز به چېلنجنګ وي٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه د زورورې مقابلې امكان دے٬ مارك ووډ د فټنس مسئلو سره د مخ كېدو له امله اولني ټېسټ څخه بهر دے ٬ دغسې د شاهين شاه آفريدي د لوبې نه بهر پاتې كېدل پاكستان لپاره لوي زيان دے ٬ په اولني ځل پاكستان …

پېنډۍ ۔28 نومبر(اے پی پی) د انګلېنډ كركټ لوبډلې هېډ كوچ برينډن مېك كلم وئيلي دي پاكستان سره ټېسټ سيريز به چېلنجنګ وي٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه د زورورې مقابلې امكان دے٬ مارك ووډ د فټنس مسئلو سره د مخ كېدو له امله اولني ټېسټ څخه بهر دے ٬ دغسې د شاهين شاه آفريدي د لوبې نه بهر پاتې كېدل پاكستان لپاره لوي زيان دے ٬ په اولني ځل پاكستان ته راغلے يم او ډېر ښه محسوسوم۔ د دې ځائ د خلقو مېلمستياﺀ او تود هركلے د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پېنډۍ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د كركټ مينه وال له ډېرې مودې څخه د نړيوال كركټ څخه محروم پاتې شوي ٬ يو جنرېشن خپل لوبغاړي خپلې مخې ته ونه ليدلې شؤو۔ ده ووئيل د پاكستان د كركټ مينه وال جوش او جذبه لرونكي دي٬ زمونږ به هڅه وي چې ښه لوبه وكړؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د انګلېنډ لوبډله 17 كاله پس ټېسټ سيريز لپاره پاكستان ته راغلې ٬ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ به د دسمبر مياشتې اولنۍ نېټې څخه په پنډي كركټ سټېډيم كښې پېل كېږي

مزید خبریں