اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د پاکستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ د دسمبر اولنۍ نېټې څخه تر 5 مې نېټې په پېنډي كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ د انګلېنډ لوبډله 17 كاله پس پاكستان ته راغلې ده۔ د انګلېنډ كركټ لوبډلې مشري نوموړے آل راؤنډر بېن سټوكس او د پاكستانۍ لوبډلې نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د …
پاك -انګلېنډ اولنے ټېسټ د دسمبر اولنۍ نېټې څخه په پېنډۍ كښې پېل كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د پاکستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ د دسمبر اولنۍ نېټې څخه تر 5 مې نېټې په پېنډي كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ د انګلېنډ لوبډله 17 كاله پس پاكستان ته راغلې ده۔ د انګلېنډ كركټ لوبډلې مشري نوموړے آل راؤنډر بېن سټوكس او د پاكستانۍ لوبډلې نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز دويم مېچ به د دسمبر 9مې نېټې څخه په ملتان او درېم او وروستې مېچ به هم د دغې مياشتې 17 مې نېټې څخه نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې پېل كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې انګلش لوبډله د كال 2005 نه پس په اولني ځل پاكستان كښې ټېسټ مېچونه كوي۔









