پاكستانۍ ډله كوئين كپ جمپ روپ سكېپنګ چيمپئن شپ كښې د ګډون نه پس هېواد ته راورسېده

اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) لس كسيزه پاكستانۍ ډله كوئين په كپ جمپ روپ سكېپنګ چيمپئن شپ كښې د ګډون نه پس اسلام آباد ته رارسېدلې ده۔ په اسلام آباد ائيرپورټ د جمپ روپ سكېپنګ اېسوسي اېشن عهدېدارو عارف ګل او محمد انور ډلې ته هركلے اووې او لوبغاړو ته يۍ د ګلونو هارونه او ګل دستې وړاندې كړې۔ په دغه چېمپئن شپ كښې د ګردې نړۍ بېلو هېوادونو څخه د يو زر نه زياتو لوبغاړو برخه اخسته۔ په چېمپئن شپ كښې تھائي لېنډ اولنے ٬ سوئيلي كوريا دويم او ملائيشيا او پاكستان درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په پاكستانۍ لوبډله كښې اریان مسیح، محمد ابراهیم ملک، محمد حسیب، سلمان قیصر، عبدالرحمن، غلام حسن، سبحان او عبدالرحمن شامل وو۔ محمد عثمان د چیف ډی مشن او محمد حذېفه د منېجر ذمه وارۍ ترسره كړې۔