اولنے ګلبرګ فټ بال ټورنامنټ د دسمبر 10 مې نېټې څخه پېل كېږي

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) اولنے ګلبرګ فټ بال ټورنامنټ د دسمبر 10 مې نېټې څخه په ګلبرګ فټ بال ګراؤنډ كښ پېل كېږي۔ په دې ټورنامنټ كښې 12 لوبډلې برخه اخلي۔ ټورنامنټ به د دسمبر مياشتې تر 24 مې نېټې دوام لري۔ په ټورنامنټ كښې برخه اخستونكې لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په ګلبرګ فټ بال ګراؤنډ د دسمبر په 24 مه نېټه كېږي۔