د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه اولنے يو ورځنے مېچ سبا كېږي

آکلینډ۔24نومبر(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د جمعې په ورځ د نومبر په 25 مه نېټه ايډن پارك ٬ آكلېنډ كښې كېږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې هند كوربه لوبډلې ته 0-1 سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنې مېچ به د روانې مياشتې په 27 مه نېټه هملټن او دريم او يو ورځنې مېچ په 30 مه نېټه كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ د هندي لوبډلې مشري به شېكھردھوڼ او د نيوزي لېنډ كين وليم سن كوي۔