په ټوئن سټي فټ بال ټورنامنټ كښی د نومبر په 26 مه نېټه درې مېچونه كېږي

اسلام آباد۔23 نومبر(اے پی پی) د پاک سپورټنګ فټ بال کلب تر اهتمام لاندې د روان ټوئن سټي فټ بال ټورنامنټ نور درې مېچونه به د روانې مياشتې په 26 مه نېټه كراچي كمپني فټ بال ګراؤنډ اسلام آباد كښې كېږي۔ د آرګنائزنګ كمېټۍ چیئرمېن شفقت رضا لمخې اولنے مېچ به د راوي كلب اسلام آباد او پېنتھر كلب ٬ دويم مېچ د جناح كلب او ينګ بوائز كلب او درېم مېچ به د پاك سپورټنګ كلب او القائم كلب ترمينځه كېږي۔ دا ټورنامنټ د پي اېف اېف قانون لاندې د ناك آؤټ سسټم په بنياد كولې شي۔