د سرلښكر د تقررۍ عمل به په دوه دورېو ورځو كښې ترسره شي، حکومت، پوځ او د عدلیې پشمول ټولې ادارې د آئین او قانون په پاڼه يو دي۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي دفاع وزارت ته د وزیراعظم خط ترلاسه شوے كوم چې جنرل هیډ کوارټرز ته کمیونیکیټ کړے شوے،د سرلښكر د تقررۍ عمل به په يو دوه درېو ورځو كښې ترسره شي ،حکومت، پوځ او د عدلیې پشمول تولي ادارې د آئین او قانون په پاڼه يو دي۔د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل میډیا پخپله هم بې قراره ده او ټول قام ئې هم بې قراره كړے۔ میډیا ته خواست كوو چې كوم پراسیس پيل شوے د هغې د تقدس خيال اوساتي۔د دفاع وزير ووئيل 75 كاله پس يوه اداره پخپله وائي چې مونږ نیوټرل شوې يو ٬ مونږ به د هېواد د آئین له مخې خپل فرائض ترسره كوو،۔ده ووئېل د يوې تقررۍ عمل په ټول هېواد هاوي كړے شوے، عمران خان د خپل اقتدار لپاره بيلي حربې اختیاروي، د اقتدار په غم كښې هغه ليونے شوے او په ردعمل كښې قام او د هېواد ګټې ته زيان رسوي۔ خواجه آصف ووئيل عمران خان ته نه ده معلوم چې هم دې ادارو تر څلورو كالو د هغه غیر مشروط معاونت كړے٬ هغه په خپل حکومت كښې د لوږي ، غريبۍ او کرپشن وراثت نه علاوه څه پرېښودي۔ عمران خان له په ادارو د بريدونو په ځاے شرم پكار دے چې د ادارو د مرستي باوجود هغه د اولس لپاره څه هم نه دي كړي۔په دې ايوان كښې د پی ټی آئی يو غړي ما ته وئيلي دي چې كله عمران خان ته د فنډ خبره كوم نو هغه په معیشت خبره كولو سره ځواب كښې وائي چې په دې څيزونو ووټ نه ترلاسه كېږي ، د غلو په چغو ووټ ترلاسه كېږي، دا د هغه پالیسی وه، ده ووئېل نن وګړي په جي ټي روډ ذليل كېږي كومو ته چې عمران خان آن لائن خطاب کوي۔د دفاع وزير ووئيل نن د دفاع وزارت ته د وزیراعظم خط ترلاسه شوے كوم چې جنرل هیډ کوارټرز ته کمیونیکیټ کړے شوے۔په دوه درېو ورځو كښې به دا ټوله معامله ترسره شي۔ خواجه آصف ووئيل نن د يو پروګرام ریکارډنګ په مهال حامد میر ووئيل دغه كس له هند يو ګولډ ميډل وركړے ؤ هغه ئې هم خرڅ كړے۔ بايد مونږ په خپلو ګريوانونو كښې اوګورو چې څه ډول كس په اقتدار كښې راوستے شوے ؤ۔ توشه خانې څخه د تير وخت حکمرانانو هم ډالۍ اخستي د كومو چې بشپړ ريكارډ شته خو د ډالو خرڅونكے دا يو دے چې اول ئې ډالۍ خرڅي كړي او بيا ئې ترلاسه شوو روپو څخه څه جمع کړي ۔هغه د غیر ملکیانو څخه د ډالو اغستو کاروبار جوړ كړے ؤ۔ د دفاع وزير ووئيل قام لپاره د فكر خبره دا ده چې وګړو ته حقائق په ډاګه كېږي۔د دفاع وزير ووئيل اقتدار څخه په آئيني ډول وېستلو نه پس اول هغه د امریکې د سازش ډنډوره وكړه او بيا خيال ورغلو چې دې سره خو به امريكا مروره شي نو بيا ئې د امريكې نامه نه اخستله ، بيا ئې په پوځ او اسټیبلشمنټ تورونه لګول، اوس ئې دې څخه هم انکار وكړو او وائي اسټیبلشمنټ نه يم وېستلے ۔ د دفاع وزير ووئيل د يو سیاستمدار په حيث دا خبره منم چې په بشپړه ډول اولسي هيلي نه پوره كېږي خو بیوروکریسی او اسټیبلشمنټ سره سره بايد ميډيا هم اوګوري چې د هغوي څه ذمه وارۍ دي۔ د دفاع وزير ووئيل د پاك پوځ په لاسو كښې زمونږ هېواد محفوظ دے۔پوځ د سياست څخه د جلا كيدو خبره كړې ۔ حکومت، پوځ او د عدلیې پشمول ټولي ادارې د آئین او قانون له مخې يو موټے دي