د نيوزي لېنډ او هند ترمينځه وروستې ټي ټونټي كركټ مېچ (سبا) په نیپئر كښې كېږي

نیپئر۔21نومبر(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې كركټ مېچ سبا د نهې په ورځ په مېك لين پاك ٬ نيپئر كښې كېږي۔ هند ته د كوربه لوبډلې كېوي په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنې مېچ د باران د لاسه نه وو شوې او دويم مېچ كښې هند نيوزي لېنډ ته 65 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د ټي ټونټي سيريز بشپړ كېدو نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز اولنے مېچ د روانې مياشتې په 25 مه نېټه اکلېنډ، دويم په 27 مه نېټه هملټن او درېم په كرائسټ چرچ كښې كولے شي۔