د آسټرېليا او انګلېنډ ترمينځه درېم ورځنې مېچ سبا كېږي٬ كېنګروز ته د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده

مېلبورن۔21نومبر(اے پی پی)د آسټرېلیا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز درېم ا و وروستې مېچ سبا د نهې په ورځ په مېلبورن كركټ ګراؤنډ (اېم سي جي) مېلبون كښې كېږي۔ آسټرېلیا ته د درې مېچونو په سيريز كښې د انګلېنډ په ضد د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ كېنګروز په اولني مېچ كښې انګلېنډ ته په 6 وكټونو او دويم مېچ كښې 72 رنزونو سره ماتې وركړه ده۔ د يو ورځني مېچونو سيريز لپاره د انګلېنډ لوبډلې مشري جوز بټلر او د كوربه كېنګروز مشري آرون فنچ څخه وروستو پيټ كمنز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دريم او وروستې مېچ به سبا د نهې په و ورځ د روانې مياشتې په 22 مه نېټه مېلبون كښې كولې شي۔