مانټ مونګانوئي 19نومبر (اے پي پي) نيوزي لينډ او هند كركت ډلو ترمينځه دويم ټي 20 انټرنېشنل ميچ به سبا د اتوار په ورځ بے اوول، مانټ مونګانوئي كښې كېږي، د سيريز وړومبې ټي 20 ميچ د باران په وجه نه دې شوي، کيوي ډلي مشري به کين وليمسن کوي دغسې د هند ډلي مشري به هارديك پانډيا كوي،د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دريم او آخري ټي 20 ميچ به په 22 نومبر نيپئر كښې كېږي، ټي 20 سيريز نه پس به د دواړه ډلو ترمينځه درې ون ډے ميچونو سيريز کولې شي د كوم وړومبې ميچ به چې په 25 نومبر، دويم ميچ به په 27 نومبر دغسې دريم او آخري ون ډے ميچ به په 30 نومبر کېږي۔