مفتي محمد رفيع عثماني د دې فاني جهان څخه سترګې پټې كړې

اسلام آباد۔18نومبر (اے پي پي) د پاكستان مفتي اعظم او د جامعه دارالعلوم كراچۍ صدر حضرت مولانا مفتي رفيع عثماني د جمعې په ورځ د دې فاتي جهان څخه سترګې پټې كړې ۔ تفصيلات له مخې د جامعه دارالعلوم كراچۍ صدر د فاق المدارس العربيه پاکستان نائب صدر، د کراچۍ پوهنتون او د ډاو يونيورسټۍ د سنډيکېټ غړے ، د اسلامي نظرياتي کونسل، د رويت هلال کمېټۍ او د زکوۃ و عشر کمېټۍ سندھ غړے او د سپريم کورټ آف پاکستان د اپيلټ بنچ صلاحكار هم ٶ۔ د تحريك ختم نبوتۖ٬ دفاع صحابه٬ مذهبي او سياسي تحريكونو كښې ئې هم ځانګړے كردار لرلو۔ مفتي اعظم پاکستان مفتي محمد رفيع عثماني په 21 جولائي 1936 كښې د هند د اپرپردېشن ولايت په سهارنپور ضلع ديوبندؔ كلي كښې د تحريك پاکستان د سر لارښود مفتي اعظم محمد شفيع عثماني رحمه الله كره زېږېدلے ٶ او د پاكستان جوړېدو نه پس خپلې كورنۍ سره پاكستان ته راغلے ٶ٬ په كال 1976 كښې د مفتي شفيع رحمة الله عليه د وفات نه پس ئې د دارالعلوم انتظام او انصرام پخپل سر واخست۔ په كال 1995 كښې د مفتي اعظم ولي حسن ټونکي رحمه الله د انتقال نه پس په لوړو علمي خدمات مشاهرو علماﺀ كرامو د مفتي اعظم پاكستان دستار دوي ته ورپه سر كړے ؤ ۔