آسټريليا او انګلينډ ډلو ترمينځه دويم ون ډے کرکټ ميچ به سبا په سډني كښې كېږي

سډني 18 نومبر (اے پي پي) د آسټريليا او انګلينډ کرکټ ډلو ترمينځه درې ون ډے نړيوال ميچونو مشتمل سيريز دويم ون ډے به سبا د خالي په ورځ سډني کرکټ ګراؤنډ ،سډني كښې كېږي۔آسټريليا ته د درې ميچونو په سيريز كښې د انګلينډ په ضد 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ کينګروز په وړومبي ون ډے ميچ كښې انګلينډ له په 6 وکټو سره ماتې وركړې ؤ۔اوسنيو كښې د آئي سي سي مينز ټي ټونټي ورلډ کپ څخه وړاندې د دواړه ډلو ترمينځه شوې درې ميچونو سيريز كښې انګلينډ آسټريليا له 0-2 سره ماتې وركړې ؤ۔ د انګلينډ ډلي مشري به جوز بټلر كوي دغسې کينګروز ډلي مشري به آرون فنچ نه پس پيټ کمنز كوي۔