ابوظهبي ټي 10 ټورنامنټ ، په 23 نومبر به وړومبې ميچ د نیویارك سټرائیکرز او بنګله ټائیګرز ترمينځه كېږي

اسلام آباد 17نومبر (اے پي پي) ابوظهبي ټي 10 ټورنامنټ به په 23 نومبر شیخ زید کرکټ سټيډېم كښې پيل كېږي دغسې فائنل به په 4 دسمبر کېږي ٬ سیزن كښې به 8 ډلي ګډون كوي۔وړومبې میچ به د کیرن پولاډ په مشرۍ كښې نیویارك سټرائیکرز د بنګله ټائیګرز سره كېږي د كوم مشري به چې شکیب الحسن کوي۔ د پاکستان محمد عامر هم د بنګله ټائیګرز برخه ده۔په دې ورځ په 23 نومبر دويم ميچ دفاعی چیمپئن به د دکن ګلیډي ایټرز او ابوظهبي دلي ترمينځه كېږي۔ په دې موقع د ابوظهبي ټي 10 سی او او راجیو کھنه ووئيل مونږ د کورونا ضابطو پاسدارۍ سره مخ په وړاندې روان يو۔