د آسټریلیا او انګلینډ لوبډلو ترمينځه اولنے يو ورځنے مېچ سبا په اېډليډ كښې كېږي

اېډیلیډ۔16 نومبر(اے پی پی) د آسټرېلیا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د زيارت په ورځ په اېډیلیډ كښې كېږي۔ د انګلېنډ لوبډلې مشري نوموړے بېټسمېن جوز بټلر او د كوربه لوبډلې مشري به د نوموړي بېټسمېن آرون فنچ نه پپس پیټ کمنز كوي۔ د آسټریلیا په ضد په انګلش سكواډ كښې کپتان جوز بټلر، جېمز ونس، سیم بلنګز، سیم کرن، ډیوډ ملان، معین علی، کرس جورډن، جیسن روئے، عادل رشید، اولی سټون، فل سالټ، لیام ډاوسن، ډیوډ ویلی، کرس ووکس او لیوک ووډ شامل دے۔ په آسټرېلوي لوبډله كښې كپتان پيټ كمنز٬ ډیوډ وارنر، سټیون سمتھ ، ټراوس هیډ، مارنس لبوشین، مچل مارش، ګلین میکسویل ،مارکس سټونس ،ایشټن ایګر، کیمرون ګرین، ایلکس کیری، جوش هیزل ووډ، مچل سټارک او اېډم زمپا شامل دے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې مېچونو سيريز اولنے يو ورځنے مېچ به په 17 نومبر اېډیلیډ، دويم په 19 نومبر سډنی او درېم په 22 نومبر مېلبورن كښې كېږي۔