د آئي سي سي ټي 20 ورلډ كپ فائنل٬ انګلېنډ پاكستان ته ماتې وركولو سره په دوهم ځل نړيوال چېمپئن جوړ شو

میلبرن ۔13نومبر(اے پی پی) د آئي سي سي ټي 20 ورلډ كپ په فائنل كښې انګلېنډ پاكستان ته په 5 وكټونو ماتې وركولو سره په دويم ځل د ټي 20 نړيوال چېمپئن جوړېدو درناوې ترلاسه كړې۔ انګلېنډ د 138 رنز هدف د يوې سختې مقابلې نه وروستو په نولسم اوورز كښې د 5 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ په 15 م اووز كښې مېچ په يو خوندور پړاؤ كښې داخل شو ولې چې دغه مهال په 5 اوورز كښې 41 رنز پكار وو خو ګرين شرټس هغه وخت ستونزې سره مخ شؤ كله چې شاهين شاه آفريدي د 16 م اوور اولني بال كولو په مهال د انجري ښكار شو او پوېلين ته بېرته لاړو۔ د دې انګلش بېټرز بشپره ګټه پورته كړه۔ بېن سټوکس 52 رنز كولو سره د انګلېنډ په كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ سام کرن د 12 رنز په وركولو 3 وكټونه ترلاسه كړل ٬ دې د مېچ او ټورنامنټ تر ټولو غوره باؤلر وګرځولې شو۔ د انګلېنډ مشر ټاس ګټلو سره د باؤلنګ پرېكړه وكړه كومه چې سمه ثابت شوه۔ پاكستان په ټاكلې 20 اوورونو كښې د 8 وكټونو په زيان 137 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا بابر اعظم 32 او رضوان 15 رنز جوړ كړل۔ په جواب كښې انګلېنډ د 138 رنز هدف د بېن سټوكس د ذمه وار بېټنګ له امله په 19 اوورز كښې د 5 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ بېن سټوکس په 49 بالونو 52 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا په باؤلنګ كښې حارث رؤف دوه او شاداب خان ٬ وسيم ٬ او شاهين شاه آفريدي يوه يوه وكټ ترلاسه كره۔ د انګلېنډ سیم کرن د مېچ او ټورنامنټ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ ده په ټورنامنټ كښې د 11.38 اوسط سره 13 وكټونه ترلاسه كړل۔