د سېلاب د لاسه په جزوي توګه ځپلې شويو 810 سكولونو كښې د زده كړو لړۍ پېل شوه

پېښور ۔12 نومبر(اے پی پی) د سېلاب د لاسه په جزوي توګه ځپلې شويو 810 سكولونو كښې د فوري نوعيت اقدامات كولو سره د زده كړو لړۍ په باقاعده توګه پېل كړې شوې او په پاتې سكولونو كښې د بيا رغونې كار پېل كولې شي۔ د خېبر پختونخوا د اېلېمنټري اېنډ سېكنډري ايجوكېشن څانګې له مخې پری فېبریکېټډ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ لپاره د كمېټۍ پېشرفت روان دے كومه به چې درې …

پېښور ۔12 نومبر(اے پی پی) د سېلاب د لاسه په جزوي توګه ځپلې شويو 810 سكولونو كښې د فوري نوعيت اقدامات كولو سره د زده كړو لړۍ په باقاعده توګه پېل كړې شوې او په پاتې سكولونو كښې د بيا رغونې كار پېل كولې شي۔ د خېبر پختونخوا د اېلېمنټري اېنډ سېكنډري ايجوكېشن څانګې له مخې پری فېبریکېټډ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ لپاره د كمېټۍ پېشرفت روان دے كومه به چې درې څلورو ورځو كښې خپل رپورټ د تعليم وزير ته وړاندې كړي۔ كمېټۍ د دې عزم څرګندونه كړې ده چې د كوچنيانو زده كړې به چرې هم ځپل كېدو ته وركولې نه شي او د ريليف اقداماتو په لړ كښې به كومه كوتاهي زغملې نه شي۔

مزید خبریں