مېلبورن۔11نومبر(اے پی پی) څوك به جوړېږي د مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ چېمپئن ؟ د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د اتم آئي سي سي مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ فائنل د روانې مياشتې په 13 مه نېټه په اېم سي جي مېلبورن كښې كېږي۔ فائنل مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ په دې ورځ د باران هم امكان دے۔ …
څوك به جوړېږي د مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ چېمپئن ؟ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه فائنل د اتوار په ورځ كېږي

مزید خبریں
مېلبورن۔11نومبر(اے پی پی) څوك به جوړېږي د مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ چېمپئن ؟ د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د اتم آئي سي سي مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ فائنل د روانې مياشتې په 13 مه نېټه په اېم سي جي مېلبورن كښې كېږي۔ فائنل مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ په دې ورځ د باران هم امكان دے۔ دې نه وړاندې پاكستانۍ لوبډلې په سيمي فائنل مېچ كښې نيوزي لېنډ ته 7 وكټونو سره ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړې وه۔ د مېګا ايونټ په دويم سيمي فائنل كښې انګلش لوبډلې هند ته په 10 وكټونو عبرتناكه ماتې وركولو سره فائنل كښې خپل ځائې جوړ كړې وو۔ دواړه لوبډلې يو يو ځل د ټي ټونټي ورلډ كپ چېمپئن پاتې شوي دي۔ پاكستان په كال 2009 كښې سري لنكا ته او انګلش لوبډلې په كال 2010 كښې آسټرېليا ته ماتې وركولو سره دا درناوې ترلاسه كړې۔ وېسټ انډيز يوازينۍ لوبډله ده كومې چې دوه وارې په كال 2012 او 2016 كښې دا درناوې ترلاسه كړې دې۔ بلخوا هند په كال 2007 ٬ سري لنكا په 2014 او آسټرېليا په 2021 كښې د ورلډ كپ چېمپئن جوړ شوے۔ په آسټرېليا كښې روان اتم مېنز ټي ټونټي ورلډ كپ كښې خوندوره خبره دا ده چې د ورلډ كپ 1992 او ټي ټونټي ورلډ كپ 2022 ترمينځه عجيبه مماثلت رامخې ته شوې دې۔ دېرش كاله پخوانې تاريخ يو وارې بيا تازه شوې۔ د 1992 ورلډ کپ كوم چې پاكستان ګټلې وو د هغې كوربتوب آسټرېليا كولو٬ د روان ټي ټونټي ورلډ كپ كوربتوب هم آسټرېليا كوي۔ په 1992 كښې دفاعي دفاعی چیمپئن په اولني راؤنډ كښې ټورنامنټ څخه بهر شوے وو په كال 2022 كښې دفاعي چېمپئن كېنګروز وو كوم چې سيمي فائنل ته و نه رسېدل ۔ پاكستان په كال 1992 كښې په پنځ مېچونو كښې يو ګټلې وو دا وارې يۍ هم په اولنو درې مېچونو كښې يو وګټلو۔ دېرش كاله وړاندې هم د پاكستان مقابله په سيمي فائنل كښې نيوزي لېنډ سره وه او دا ځل هم نيوزي لېنډ سره وه۔ بله دا چې په كال 1992 كښې فائنل مقابله د پاكستان انګلېنډ سره وه او اوس هم دغې لوبډلې سره ده۔ د پاكستان لوبډله د مېګا ايونټ فائنل له د وړاندې نه مېلبورن ته رسېدلې ده۔فائنل مېچ به د روانې مياشتې په 13 مه نېټه د اتوار په ورځ د آسټرېليا په تاريخي كركټ ګراؤنډ اېم سي جي مېلبورن كښې كېږي









