آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ ،پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه وړومبې سيمي فائنل ميچ به سبا كېږي

سډني 08 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ كركټ ډلو ترمينځه آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به سبا د شورو په ورځ كېږي۔د دواړه ډلو لوبغاړي وړمبي سيمي فائنل ميچ لپاره سډني ته رسيدلې دي۔انټرنېشنل کرکټ کونسل د سيورې لاندې آسټريليا كښې 8م آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ اختتامي پړاؤ كښې دې۔ ميګا ايونټ سيمي فائنل لائن …

سډني 08 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ كركټ ډلو ترمينځه آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به سبا د شورو په ورځ كېږي۔د دواړه ډلو لوبغاړي وړمبي سيمي فائنل ميچ لپاره سډني ته رسيدلې دي۔انټرنېشنل کرکټ کونسل د سيورې لاندې آسټريليا كښې 8م آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ اختتامي پړاؤ كښې دې۔ ميګا ايونټ سيمي فائنل لائن اپ بشپړ شوې دې او پاکستان ، نيوزي لينډ ، انګلينډ او د هند ډله سيمي فائنل ته رسيدلي۔ ميګا ايونټ سيالۍ په آسټريليا كښې رواني دي۔ د ټورنامنټ وړومبې سيمي فائنل ميچ به د پاکستان او نيوزي لينډ ډلو ترمرينځه سبا د شورو په ورځ سډني کرکټ ګراؤنډ سډني كښې كېږي۔ د پاکستان ډلي مشري به بابر اعظم كوي دغسې د نيوزي لينډ ډلي مشري به کين وليم سن کوي۔ د دې ميګا ايونټ دويم سيمي فائنل ميچ به د هند او انګلينډ ډلو ترمينځه په 10 نومبر اوول، ايډيليډ كښې كېږي۔د هند ډلي مشري به روهت شرما كوي دغسې د انګلينډ ډلي مشري به جوز بټلر کوي۔د ميګا ايونټ فائنلسټ ډلو ترمينځه فائنل ميچ به په 13نومبر ايم سي جي ميلبورن كښې كېږي۔ د ټورنامنټ دواړه سيمي فائنل او فائنل ميچ به د پاکستان معياري وخت له مخې د ورځي يوه بجه پيل كېږي۔

مزید خبریں