پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ وړومبې سيمي فائنل ميچ به په 9 نومبر کېږي

سډني 07 نومبر (اے پي پي) انټرنېشنل کرکټ کونسل د سيورې لاندې په آسټريليا كښې 8م آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ اختتامي پړاؤ پلو روان دې۔ د ميګا ايونټ سيمي فائنل لائن اپ بشپړ شوې دې او پاکستان ، نيوزي لينډ ، انګلينډ او د هند ډلي سيمي فائنل ته رسيدلې دي۔ ميګا ايونټ سيالو سلسله په آسټريليا كښې روانه ده۔ د ټورنامنټ وړومبې سيمي فائنل ميچ …

سډني 07 نومبر (اے پي پي) انټرنېشنل کرکټ کونسل د سيورې لاندې په آسټريليا كښې 8م آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ اختتامي پړاؤ پلو روان دې۔ د ميګا ايونټ سيمي فائنل لائن اپ بشپړ شوې دې او پاکستان ، نيوزي لينډ ، انګلينډ او د هند ډلي سيمي فائنل ته رسيدلې دي۔ ميګا ايونټ سيالو سلسله په آسټريليا كښې روانه ده۔ د ټورنامنټ وړومبې سيمي فائنل ميچ به د پاکستان او نيوزي لينډ ډلو ترمينځه په 9 نومبر سډني کرکټ ګراؤنډ سډني كښې كېږي۔ د پاکستان ډلي مشري به بابر اعظم كوي دغسې د نيوزي لينډ ډلي مشري به کين وليم سن کوي۔ دويم سيمي فائنل ميچ به د هند او انګلينډ ډلو ترمينځه په 10 نومبر ايډيليډ اوول، ايډيليډ كښې كېږي۔د هند ډلي مشري به روهت شرما كوي دغسې د انګلينډ ډلي مشري به جوز بټلر کوي۔ د دې ميګا ايونټ فائنلسټ ډلو ترمينځھ فائنل ميچ به په 13نومبر اېم سي جي ميلبورن كښې كېږي۔د ټورنامنټ دواړه سيمي فائنل او فائنل ميچ به د پاکستان معياري وخت له مخې د ورځې په يوه بجه پيل كېږي۔

مزید خبریں