سډنی۔3نومبر (اے پی پی) په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې (نن) د زيارت په ورځ يو بل مېچ كېږي په كوم كښې به چې د پاكستان مقابله سوئيلي افريقا سره وي۔ مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دا مېچ به په سډني كركټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به بابر …
د پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه مېچ (نن) د زيارت په ورځ كېږي
سډنی۔3نومبر (اے پی پی) په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې (نن) د زيارت په ورځ يو بل مېچ كېږي په كوم كښې به چې د پاكستان مقابله سوئيلي افريقا سره وي۔ مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دا مېچ به په سډني كركټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به بابر اعظم او د سوئيلي افريقا ټیمبا بایوما كوي۔ د مېګا ايونټ سپر 12 راؤنډ كښې پروټیز لوبډله د درې مېچونو كولو نه وروستو 5 پوائنټس سره په ګروپ 2 كښې تر ټولو وړاندې ده۔ بلخوا پاكستان په درې مېچونو كښې يو مېچ ګټلے دے او دوه پوائنټس سره دا مهال په 5 م لمبر دے۔ د مېګا ايونټ اولنے سيمي فائنل به د روانې مياشتې په 9 مه نېټه سډني ٬ دويم سيمي فائنل په 10 مه نېټه اېډيلېډ او فائنل مېچ په 13 مه نېټه مېلبورن كښې كولې شي۔










